بلوچستان کښې درې کسان د نامعلومه موټر سائيکل سوارو په ډزو مړۀ

0
51

د بلوچستان کيچ سيم کښې د نامعلومه موټر سائيکل سوارو ډزې ، پېښه کښې درې مزدوران په حق رسيدلي دي
د کيچ سېمې چاروکو وېنا ده چې نامعلومه موټر سائيکل سوارو په مزدورانو ناتاره ډزې کړې او سېمې نه تښتيدلي دي
پېښه کښې په ابتدائي توګه يو مزدور په حق رسيدلې وو او دوه ژوبل شوي وو خو دغه ژوبل شوي مزدورانو هم وروستو ساه ورکړه
د پېښې نه پس سيکيورټې فورسز سېمه ولقه کښې اخستې په لويې کچ ئې لټوني عمليات شروع کړي خو تر دې دمه د هيڅ قسمه ګرفتارۍ اطلاع مخې ته نه ده راغلې
دې نه وړاندې هم د بلوچستان تربت ، ګوادر او داسې نورو ډېره سېمو په مزدورانو د حملو پېښې رامخې ته شوي خو د دې پېښو ملزمان تر دې دمه امنيتي ځواکونه نيولو کښې ناکامه دي

حصہ