د فاټا ترقياتى بجټ څليريشت نيم اربه روپې کړې شو

0
45

وفاقى وزير منصوبه بندى احسن اقبال بجټ حوالې سره پريس کانفرنس کړې ، وئيلى ئې دى چې د فاټا ترقياتى بجټ څليريشت نيم اربه روپې کړې شو ، د ګلګت بلتستان او ازادکشمير لپاره هم ترقياتى بجټ سيوا کړې شوې دې ، حکومت لپاره برامدات سيوا کول غټ چيلنج دې
احسن اقبال اسلام اباد کښې پريس کانفرنس ته اووئيل چې د بجلى او ګيس راتلو سره به په ملکى شرح نمو کښې خاطر خواه اضافه وشى ، راتلونکى مالى کال بجټ کښې به صحت او تعليم ته خصوصى توجو ورکولې شى
د اعلى تعليم لپاره بجټ کښې پېسې پنځه ديرش اربه روپو ته سيوا کړې شوى دغه رنګه سوشل سيکيورټى بجټ هم سيوا کړې شوې دې
احسن اقبال دا هم اووئيل چې د نوى مال کال په بجټ کښې د قبائلى علاقو ، ګلګت بلتستان او ازاد کشمير لپاره مختص ترقياتى فنډز سيوا کړې شوې دې
دغه شان ملک کښې د لوبو فروغ لپاره دوه اربه روپې مختص کولو تجويز د دوه زره شپاړس ، اوولس د بجټ برخه ده

حصہ