فاټا کښې نه ګورنرراج منو او نه رواج ايکټ

0
66
Asif Ali Zardari

د فاټا پارليمانى غړود پيپلزپارټۍ مشرآصف على زردارى سره ليده کاته کړى او ورسره ئې فاټااصلاحاتو په حواله خبرى کړى دى،ملاقات په مهال پخوانى صدر وفد له باور ورکړېدے چې فاټا کښې نه ګورنرراج منو او نه رواج ايکټ او دا چې د فاټا حقوقو لپاره به پارليمنټ دننه او بهر آواز پورته کوؤ
حاجى شاه جى ګل،ساجدطورى او د فاټانورو پارليمانى غړو باندې مشتمل وفدزردارى هاوس اسلام آباد کښې د پيپلزپارټۍ د مشرآصف على زردارى سره ملاقات کړېدے چې پکښې قبائلى سيمو اصلاحاتى عمل کښې پيدا شوى رکاوټونو په حواله خبرې اترې شوى دى
ملاقات په مهال آصف على زردارى وئيلى دى چې پيپلزپارټى غواړى چې فاټا دې خېبرپښتونخوا کښې زر تر زره ضم شى او دا چې فاټارواج ايکټ هيڅ صورت کښې دوى ته د منلو نه دے
هغه د فاټا حقوقو په حواله د قبائلى سيمو پارليمانى ممبرانو د تحريک مکمل ملاټر اعلان کړې او وئيلې ئې دى که چرې دوى د خپلو مطالباتو لپاره اسلام آباد کښې دهرنا ورکړه نو پيپلزپارټى به پکښې هم ګډون کوى
د ملاقات وروستو ميډيا سره خبرو په مهال د قامى اسمبلۍ غړى شاه جى ګل آفريدى د فاټا تحريک ملاټر کولو باندې د پيپلزپارټۍ او پخوانى صدر آصف على زردارى شکريه ادا کړېده

حصہ