قامى اقتصادى کونسل د راتلونکى مالى کال د ترقياتى بجټ منظورى ورکړه

0
35

قامى اقتصادى کونسل د راتلونکى مالى کال د ترقياتى بجټ منظورى ورکړه ، اقتصادى کونسل غونډه کښې فيصله شوې چې د راتلونکى مالى کال د وفاق بجټ به يو زر يو ارب روپۍ او د صوبو بجټ به يوولس سوه دولس اربه روپۍ وى
دا خبرې هغه اسلام آباد کښې ترسره شوي قامي اقتصادي کونسل غونډي ته د خطاب په وخت اوکړي
د وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ کښې ترسره شوي قامي اقتصادي کونسل غونډه کښې د ټولو صوبو وزرائے اعلي او ګورنرانو هم شريک وو
غونډي ته د خطاب په وخت وزيراعظم نواز شريف اوئيل چې د پاکستان د معيشت په ميدان کښې شوي پرمختګ ښه ښکاره دي او زياته ئې کړه چې د نړېوال مالياتي ريټنګ ادارے هم د پاکستان کښې په معيشت کښې د بهترۍ اعتراف کوي
وزيراعظم اوئيل د ملک د جي ډي پي شرځ پينځه فيصده نه وړيدل د خوشالۍ خبره ده او دريځ ئې خپل کړو چې وس پاکستان په هغه ملکونو کښې شميرلې کيږې چې د کومو معيشت د تيزۍ سره د پرمختګ په لور روان وي

حصہ