د بهارت وګړې عظي خېر خېريت سره خپل وطن ته رسېدلې

0
1606

د بونير طاهر نومي تن سره واده کوونکي د هند زنانه عظمي د واهګه بارډر له لاري واپس هند ته ليږلے شوي او هغي ته د عدالت لخوا د لور د بيمارۍ له وجي د تللواجازت ورکړے شوے دے
تفصيلاتو ترمخه د هند سره تعلق لرونکي زنانه عظمي اسلام اباد هائيکورټ کښي درخواست ورکړے وو چي د هغي لور بيماره ده او هغه د لور علاج لپاره هند ته تلل غواړي،اسلام اباد هائيکورټ لخواد هغي درخواست منظور کړے شوے او هغي ته د هند تللواجازت ورکړے شوے دے
د هند سره تعلو لرونکي زنانه عظمي ته د اسلام اباد هائيکورټ لخوا هند ته د تللو اجازت ورکولو پس لاهور ته ليږلے شوي او نن د واهګه بارډر له لاري هند ته ستنه شوي ده، د واپسۍ دوران د عظمي سره د هند ډپټي هائي کمشنر هم موجود وو
د يادوني وړده چي د هند سره تعلق لرونکي زنانه عظمي د مئي په وړومبۍ نيټه پاکستان ته راغلي وه او د بونير طاهر نومي تن سره ئي واده کړے وو ولي د عظمي دعوي وه چي طاهر د هغي سره په زبردستۍ واده کړے دے

حصہ