افغانستان کښې ملکي کسانو په مرګ ژوبله کښې دوه فیصده زياتوالی ښودلی شويدی

0
8
Afghan policemen inspect the site of a suicide attack in Kabul, Afghanistan May 3, 2017. REUTERS/Omar Sobhani

په افغانستان کښې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره یوناما يو تازه رپورټ جاري کړی چې د نورو کلونو په نسبت ملکي کسانو په مرګ ژوبله کښې دوه فیصده زياتوالی ښودلی شويدی
يوناما په دغه جاري کړی شوي رپورټ کښې وئېلي د روان کال دوه زره اولس په ړومبې شپږ میاشتو کښې پنځه زره دوه سوه او دری دیرش ملکې کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلی ده
رپورټ کښې راغلي چې د شپږ میاشتو په موده کښې شپاړس سوه او دوه شپيته ملکي وګړي پحق رسيدلي او دری زره پنځه سوه يو اتیا نور ژوبل شويدي
يوناما په جاري کړی شوي رپورټ کښې زياتوي اووه شپيته فيصده ملکي افغانان د حکومت ضد وسله والو طالبانو، داعش ډلي او ځيني نور د ناپيژنده وسله والو لخوا په بمي چاؤدنو،خودکش حملو او هدفي وژنو پرمهال پحق رسيدلي
يوناما دفتر مخکښې زیاتوي د ټولو خطرناکه موټر بمي چاؤدنه څو مياشتي وړاندي په کابل کښې ترسره شوي وه چې لوجې يې دوه نوي کسان پحق رسيدلي او د پنځو سوؤ نه زيات ټپيان شوي وؤ
تير کال يوناما په خپل شپږ مياشتني رپورټ کښې د وژل شوؤ ملکي وګړو
شميره شپاړس سوه او د ژوبل شوؤ کسانو شميره دری زره پنځه سوه او پنځه
شپيته ښودلی شوي وه

 

حصہ