حکومت دسړکونو اوپلونو جوړولو منصوبو په ځائى نظام بهترى او انسانى مسائل هوارولو ته حقيقى ترقى وائى

0
10

وزير اعلى خيبر پښتونخوا پرويز خټک وئيلى دى چى صوبائى حکومت دسړکونو اوپلونو جوړولو منصوبو په ځائى نظام بهترى او انسانى مسائل هوارولو ته حقيقى ترقى وائى.دې مقصد دپاره تعليم او صحت لپاره ريکارډ قانون سازى کړے شويده،
پيښور وزيراعلى خيبر پښتونخواسيکټريټ دفتر کښې دجونيئر کلرکس بهرتيانو متعلق اعلى سطحى اجلاس ته خبرو اترو په وخت وئيلى دى چې صوبائى حکومت دا اراده لرى چې هر کار به شفاف طريقې سره د ميرټ مطابق کولے شى دې مقصد دپاره دميرټ او انصاف بالادستى يقينى جوړول پکار دى هغوى زياته کړه چې صوبائى حکومت کومى بهرتيانى داين ټى ايس دلاندى کړيدى،په دې به د اين ټى ايس نه بغير بلى طريقى سره بهرتى په هيڅ صورت قبول نه وى،هغوى وينا وه چې ائينده به بهرتيانى ترقۍ او اپ ګريډيشن سميت ملازمتى معاملات کښې قانونى قواعد په هر صورت لاګو کولے شى،او دا چى کوم خلق چې بغير اين ټى ايس نه بهرتى کولو کوشش کوى دسى کار به کله هم قابل برداشت نه وى،وزير اعلى دا هم ووئيل چې کوم ملازمين خپل متعلقه عهدو باندى عوامى خدمت معيار مطابق کار نه شى کولے دسى قسمه خلقو باندى مزيدوخت او قومى وسائل ضائع کولو په ځائى کور ته ليګل هم دګټى خبره ده

حصہ