د تحقيقاتو دوران جے آئي ټي عدالتي اختيارات استعمال کړيدي

0
15

وزيراعظم لخوا په د جے آئي تي په رپورټ اعتراضاتو کښې وئيلي شويدي چي د جے آئي تي د مشر د کزن خدمات ترلاسه کړې شوي،دغه رنګ د تحقيقاتو دوران جے آئي ټي عدالتي اختيارات استعمال کړيدي
د پانامه کيس سماعت دوران وزيراعظم د جے آئي ټي په رپورټ خپل اعتراضات سپريم کورټ کښې جمع کړيدي
جمع کړې شوي اعتراضاتو کښې وزيراعظم وئيلي دي چي دجے آئي تي د رپورټ لسم جلد پټ ساتل بدنيتي ده او د هغوي د بنيادي حقونو خلاف ورزي ده او دا چي د وزيراعظم د ذات او نوکرې په اړه ټول حقائق تصوراتي دي
اعتراضاتو کښې دا هم وئيلي شويدي چي د جے آئي ټي اراکينو د وزيراعظم پحقله ريمارکس نه هم تعصب څرګنديږي او دا چي ټول تفتيشي عمل معتصبانه،غير منصفانه او جانبدارانه وو
وزيراعظم خپل جواب کښې وئيلي دي چي شفاف ټرائل د هغوي بنيادي حق دې او عدالت هم وئيلي دي چي د شفاف تحقيقاتو وروستو به شفاف ټرائل کيږي او که چرې تحقيقات شفاف نه وو نو عدالت به ئي کالعدم اوګرځوي
وزيراعظم خپل اعتراضاتو کښې زياته کړيده چي جے آئي ټي اراکينو د ډهرکو خبره هم په عدالت د اثر انداز کيدو او اولس کښې د وزيراعظم د بدنامولو کوشش وو

حصہ