د جے آئى ټى رپورټ په بنياد وزيراعظم نوازشريف له خپلې څوکۍ نه استعفى ورکول پکار دى

0
10

د جے آئى ټى رپورټ په بنياد وزيراعظم نوازشريف له خپلې څوکۍ نه استعفى ورکول پکار دى هم دې کښې د ملک او جمهوريت خېردے، د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زردارى ميډيا سره خبرې،دا ئې هم وئيلى دى چې حکومت د سازشى عناصرو نومونه نه په ډاګه کوى نو پکار ده چې نوازشريف دې دستبرداره شى د سازشونو نظريه به هم په خپله ختم شى
دا خبرې بلاول بهټو زردارى نيشنل پريس کلب اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو په وخت کړى دى
د هغه وينا وه چې حکومت احتساب او شفافيت باندې باور نه لرى او د وزيراعظم نوازشريف په خپله څوکۍ نور پاتې کيدل د نظام لپاره خطره ده
بلاول دا هم اوئيل چې پيپلزپارټۍ د ګونوازګو په تحريک سوچ شورو کړېدے او دې سلسله کښې د حکومت مرستيال پارټۍ هم د ځان سره يو ځائې کولو کوشش کوؤ
پريس کانفرنس په مهال هغه د خبريالانو د کردار ستائينه کړى او وئيلى ئې دى چې دوى د جمهوريت بحالۍ کښې مهم رول لوبولې دے او د صحافيانو تحفظ لپاره ئې قانون سازى کولو مطالبه کړېده
بلاول زردارى زياته کړه چې راتلونکى اليکشن کښې به پيپلزپارټى يو وارې بيا اکثريت ترلاسه کوى او دې انتخاباتو لپاره ډير زر د پارټۍ منشور جارى کولے شى

حصہ