د سېکيورټي اېنډ اېکسچېنج کمېشن چېئرمېن ظفر حجازي ضمانت منظور

0
12

اسلام آباد سيشن عدالت د سيکيورټي اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان چيئرمين ظفر حجازي د پينځو ورځو دپاره ضمانت قبل از ګرفتاري منظور کړېدے

د سپيشل جج سينيټر په عدالت کښې د ظفر حجازي د ضمانت د درخواست سماعت اوشو
عدالت د ايس اي سي پي چيئرمين ظفر حجازي د پينځو ورځو لپاره د ګرفتارۍ نه وړاندي د ضمانت درخواست منظور کړو او هغه ته ئې هم نن د دوه نيم کروړو روپو ضمانتي مچلکے جمع کولو حکم جاري کړيدے
د دي نه وړاندي ظفر حجازي په ديارلسمه جولائۍ د اسلام آباد هائيکورټ نه د څلور ورځو لپاره د راهدارۍ ضمانت ترلاسه کړې وو ولي عدالت هغه ته د متعلقه فورم سره طماس نيولو هدايت جاري کړې وو
څرګنده دي وي چې د سپريم کورټ په حکم ايف آئي اے د ايس اي سي پي چيئرمين ظفر حجازي خلاف مقدمه درج کړې وه چې ورستو ئې هغه د اسلام آباد هائيکورټ سره رجوع کړې وه

حصہ