د پاکستان او بهارت ډي جي اېم اوز رابطه

0
16

پاکستان دبهارتي فوځيانو له اړخه لائن آف کنټرول نه پورې ډزو باندې شديد احتجاج کړې دې، تيره ورځ بهارتي پوځيانو د پاک فوځ په يو ګاډې ډزې کړې وې چې پکښې څلور پاکستاني فوځيان شهيدان شوې وو

تفصيلاتو تر مخه د پاکستان اؤ بهارت د ملټري اپريشنونو ډائريکټرانو په هاټ لائن رابطه کړې ده، په دې موقع د پاکستان ډي جې ايم او د بهارتي فوځيانو له اړخه د سيز فائر خلاف ورځې باندې احتجاج اوکړو
د پاکستان ډي جي ايم او د خپل هندي هم منصب نه غوښتنه اوکړه چي بهارتي فوځيان دې په فوري توګه د سيز فائر خلاف ورځي بند کړي اؤ که چرې داسې اونشوه نو پاکستاني فوځيان د جوابي کاروائې حق لري
تيره ورځ بهارتي فوځيانو لائن آف کنټرول سره نيزدې اټه مقام سره د پاک فوځ په ګاډي ډزې کړې وې
د دې ډزو په نتيجه کښې د پاک فوځ ګاډې دريائے نيلم ته غورځيدلې وؤ چې په نتيجه کښې په ګاډي کښې سواره څلور فوځيان شهيدان شول

حصہ