وزيراعظم نوازشريف مشرۍ کښې د ن ليګ مشاورتى اجلاس شوېدے

0
8

پانامه مقدمې په حواله د سپريم کورټ فيصله به څه وى او د دې فيصلې په تناظر کښې حکومت له څه قسمه تګ لاره خپلول پکار دى؟،په حواله د وزيراعظم نوازشريف مشرۍ کښې د ن ليګ مشاورتى اجلاس کښې غور شوېدے،دې نه علاوه د قامى اسمبلۍ سپيکر او د اوبو او بجلۍ وفاقى وزير خواجه آصف د وزيراعظم سره بيل بيل ملاقاتونه کړى او ورسره ئې په موجوده سياسى صورتحال خبرى کړى دى

ايوان وزيراعظم کښې شوى د ن ليګ په مشاورتى غونډه کښې وفاقى وزيرانو،مشيرانو اوقانونى ماهرينو ګډون کړېدے
اجلاس په مهال سپريم کورټ کښې شوى د پانامه مقدمې سماعت جائزه اخستې شوى او حکومتى قانونى ټيم د جے آئى ټى په رپورټ د سترعدالت وړومبى سماعت په بابله وزيراعظم نوازشريف ته تفصيلى بريفنګ هم ورکړېدے
اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم نوازشريف وئيلى دى چې ځينى کسان د اقتدار لپاره هرڅه کولو له تيار دى،مخالفين به خپل کار کوى حکومت به خپل کار جارى ساتى
هغه زياته کړه چې ن ليګ د اقتدار نه بلکې د اقدارو سياست کوى او حکومت خلاف سازش کوونکى به چرې هم خپل مقصدکښې کامياب نه شى
دغه رنګ د قامى اسمبلۍ سپيکر آياز صادق او د اوبو او بجلۍ وفاقى وزير
خواجه آصف د وزيراعظم نوازشريف سره بيل بيل ملاقاتونه کړى دى او
ورسره ئې په موجوده سياسى صورتحال خبرى اترى کړى دى
ذرائع وائى چې وزيراعظم او د قامى اسمبلۍ سپيکرترمينځه ملاقات کښې د ايوان راتلونکى اجلاس په حواله غور او مهم قانونى معاملو په حواله مشاورت شوېدے

حصہ