د لاهور په لوري سفر کښې د نواز شريف تقريرونه سپريم کورټ کښې چېلنج

0
31

د پخوانى وزيراعظم نوازشريف اسلام آباد نه لاهورسفر دوران عدلئې خلاف تقريرونه سپريم کورټ کښې چيلنج شويدى او درخواست کښې دريز خپل شوې چې نوازشريف د توهين عدالت او غدارې مرتکب شوې او د هغه خلاف دې کاروائى اوکړې شى

د سپريم کورټ لاهور رجسټرې کښې دائر شوى درخواست کښې وئيلى شوى چې نوازشريف د نااهلۍ فيصله سازش ګرځولې او د اسلام آباد نه لاهور سفر دوران ئې بار بار د عدالت عظمى توهين کړيدې
درخواست کښې دا هم وئيلى شوى چې د نوازشريف تقريرونه غدارې او عدالت سپکاوى کښې راځى او د هغه تقريرونه نشر کولو باندې دې بنديز اولګولې شى
درخواست ګزار لخوا عدالت ته خواست شوې چې عدلئې مخالف تقريرونو باندې دې نوازشريف خلاف کاروائى اوکړې شى

حصہ