د يوم آزادۍ مانځلو تياريانې زور او شور سره جاري

0
14

د يوم آزادې جشن مانځلو لپاره تياريانې روانې دى سر ښار اسلام آباد کښې د پاک فضائيه جنګى جهازونو د يوم آزادى په موقع منعقد کيدونکى ائير شو لپاره نن ټوله ورځ د ريهرسل پروازونه هم کړى دى

په څوارلسم اګست د پاک فضائيه آئير شو د اسلام آباد ايف نائن فاطمه جناح پارک کښې ماسپخين يوه بجه کيږى دې ائير شو کښې به ايف سوله جنګى الوتکو نه علاوه جے ايف 17 ټهنډر او نور جنګى جهازونه برخه اخلى ائير شو کښې به د پاک فوج کمانډر د پيرا شوټ په زريعه د فرى فال جمپنګ مظاهره کوى
د يوم آزادۍ په موقع کيدونکى دى ائير شو کښې به د ترکى او سعودى عرب جهازونه هم برخه اخلى او دوانړو دوست ملکونو ايروبيټک ټيمونه هم فضائى مظاهره کوى

حصہ