يو سو کسان د ملک مالکان نۀ شي کېدے: نواز شريف

0
17

پخوانى وزيراعظم نوازشريف ملک کښې د انقلاب چغه وهلى او وئيلى دى چې يو څو کسان د ملک مالکان نشى کيدې بلکه شل کروړه خلق د ملک اصل مالکان دى،دا ئې هم وئيلى دى چې اولس ځه د ووټونو په طاقت اسلام آباد ته ليږلې ووم او ستاسو وزيراعظم هغوى بے عزتې سره بهر اوباسلو

مريدکے کښې د مسلم ليګ ن کارکنانو ته خپله وينا کښې پخوانى وزيراعظم اووئيل چې د نااهلۍ فيصلې سره ټوله دنيا کښې د پاکستان رسوائى کيږ‌ او اوس دې ملک ته د انقلاب ضرورت دې
نوازشريف اووئيل چې ټوله نړې کښې داسې ملک نشته چرته چې د وزيراعظم سپکاوې کيږى او پښتنه ئې اوکړه چې آيا د عدالت دغه فيصله اولس ته منظوره ده کنه
پخوانى وزيراعظم مخکښې اووئيل چې دوه زره ديارلسم کښې د ملک څه حال وو او بيا د ن ليګ حکومت دوران د ملک زياتره مسئلې خل شوې
نوازشريف زياته کړه چې ما د خپل زوى نه نتخواه نه وه اخيستى ځکه ئې نااهله کړم او که چرې تنخواه مې اخيستې هم وى نو څه؟
هغه دا هم اووئيل چې ډير زر به فيصله اوشى او دا ملک د يو څو کسانو جائيدا نه دې بلکه د دې ملک اصل مالکان شل کروړه خلق دى او دوى د خپل خق نه نشى محرومه کولې کيدې

حصہ