کور کمانډر پېښور د خېبر ايجنسۍ راجګال وادۍ دوره کړې

0
33

کور کمانډر پېښور د خېبر ايجنسۍ راجګال وادۍ دوره کړې ، په وړاندينو مورچو ئې د پوځى افسرانو او ځوانانو سره ملاقات کړے او د متاثره علاقو زر تر زره د صفا کولو ئې هدايات ئې کړى

آئى ايس پى آر وائى چې کور کمانډر پېښور ليفټننټ جنرل نذير احمد بټ د خېبر ايجنسۍ د راجګال وادۍ دوره کړې
د آئى ايس پى آر مطابق کور کمانډر پېښور په راجګال سيمه کښې افغان پولې ته څيرمه مورچو باندې تعينات د پوځى افسرانو او ځوانانو سره ملاقات کړے او د هغوى حوصلے ئې ستائلى
د دورې په موقع کور کمانډر په پوله باندې د چيک پوسټونو سيکيورټى يقينى جوړولو هدايات کړى او دا ئې هم وئيلى چې پاتې لږ علاقه دې هم زر تر زره د ترهه ګرو نه صفا کړے شى
واضحه دې وى چې د پاک پوځ د آپريشن خېبر فور په نامه باندې په خېبر ايجنسۍ کښې عمليات روان دى او دعوه لرى چې د نوى فيصده نه سېوا علاقه ئې د ترهه ګرو نه صفا کړېده

حصہ