د چين نائب وزيراعظم به د پاکستان يوم آزادۍ تقريباتو کښې برخه اخلي: خارجه دفتر

0
20

د چين نائب وزيراعظم په مشرې کښې به د اعلې سطحې يو وفد د پاکستان يومې آزادې تقريباتو کښې برخه اخلي

د خارجه دفتر ترجمان وئيلې دي چې چين نائب وزيراعظم اؤ نور سينير چيني اهلکار به سبا پارليمنټ هاؤس کښې د پرچم کشائې تقريب کښې برخه اخلي
د خپلې دورې دوران به د چين نائب وزيراعظم صدر ممنون حسين اؤ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره هم ملاقاتونه کوي
د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې د چين وفد به سي پيک سره تړلې موهمو منصوبو افتتاحي تقريب کښې هم برخه اخلي
دې دوران به د دواړو ملکونو تر مينځ مختلفو لوظنامې اؤ ايم اؤ يوز لاس ليک کيږي
ترجمان ووئيل چې د چيني نائب وزيراعظم دوره د دواړو ملکونو ترمينځ مضبوط تعلقاتو عکاسي کوي

حصہ