راتلونکي څليريشتو ګېنټو دوران د ملک په بعضې سيمو کښې د باران امکان

0
22

راتلونکي څليريشتو ګهنټو کښې د ملک په مختلفو سيمو کښې د باران ، پړق پړوق او طوفاني هواګانو امکان دې

د موسمياتو محکمې وئيلې دي چې د خيبر پختونخوا په مختلفو سيمو کښې د بارانونو اؤ طوفاني هواګانو امکان دې
اسلام آباد ، قبائيلي سيمو ، ګلګت بلتستان اؤ کشمير کښې هم د تيز باران اؤ طوفان امکان دې
دې سره سره د پنجاب په لاهور ، پينډې ، ګوجرانواله ، سرګودها اؤ فيصل آباد ډويژنونو کښې هم د باران امکان دې
د موسمياتو محکمې د بلوچستان په ژوب ډويژن کښې هم د تيز باران اؤ زؤل امکان څرګند کړې دې اؤ وئيلې ئې دي چې د بلوچستان په ساحلي علاقو اؤ د سند په بعضې سيمو کښې د لګ باران امکان دې
د ملک په باقي سيمو کښې به ګرمي اؤ حبث وي

حصہ