نواز شريف او عمران خان د يوې سکې اړخونه دي: بلاول بهټو زرداري

0
30

ميانوازشريف او عمران خان د يوې سکې اړخونه دي ، د بلاول بهټو زرداري په مياصېب او خان صېب تنقيد، وائې چې دې دواړو د ملک د سياست بيړبيړا غرقه کړه
دا خبرې د پيپلزپارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري چنيوټ کښې جلسې ته وېنا کښې کړي
د بلاول بهټو وېنا وه چې يو طرف ته ملک کښې غربت په سېوا کيدو دې نو بلخوا حکمرانانو خپلې تجورۍ ډکولو ته کار وئيلې دې
د ميانوازشريف په اړه ئې اوئيل چې ټول عمر ئې قام ته دروغ وئيلي دي او اوس د سپريم کورټ فيصلې هغه سرټيفائيډ دروغژن ګرځولې دې
بلاول د ميانوازشريف نه دا سوال هم اوکړه چې آخر په جي ټي روډ ئې زور چا ته د ښودلو کوشش کړې؟ او دا چې نور د پاکستان اولس دهوکه کول د ميانواز شريف ته وس کار نه دې او خلک بيداره شوېدې
چنيوټ جلسه کښې بلاول د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان او ميانوازشريف د يوې سکې دوه اړخونه اوګرځول او وے وئيل چې د دواړو مقصد د ملک سياست د انتشار ښکار کول دې خو طريقه ئې يو بل نه بدله ده

حصہ