کراچۍ کښې يو ګاډي کښې هور لګېدو له وجې شپږ کسان په حق رسېدلي

0
22

د کراچۍ په ګارډن سيمه کښې په يو ګاډي کښې د ګيس سلنډر دهماکه شوې چې پکښې شپږ کسان په حق رسيدلي او درې ژوبل شويدي

تفصيلاتو ترمخه د کراچۍ ګارډن سيمه کښې چهړياګهر سره نزدې يو فلائنګ کښې د ګيس سلنډر چاودنه شوې د کومې وروستو چې په ګاډي کښې هور اولګيدو ، ريسکيو اهلکار او نور امدادي ټيمونه موقعې ته راورسېدل او په هور ئې لږ ساعت پس قابو وموندله
پېښه کښې شپږ کسان د سوزيدو وروستو په حق رسيدلي او درې ژوبل شويدي ، ژوبل کسان هسپتال ته د علاج لپاره رسولے شويدي
ريسکيو اهلکار وائي چې د دغه کسانو تعلق د يوې کورنۍ سره دے او د پکنک لپاره چرته روان وو

حصہ