د هندي ځواکونو په ورکنګ باونډرې ډزو کښې يو تن شهيد شويدي

0
14

آئي ايس پي آر وائي چي هندي ځواکونو په ورکنګ باونډرې د ډز بندې معاهدې يو وارې بيا خلاف ورزي کړې او عامه آبادي ئي په نښه کړې چي په نتيجه کښې ئي يو تن شهيد شويدي
د پاک پوځ ترجمانې ادارې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي د هند پوځ په ورکنګ باونډرې پهلکيا سکيټر باندي په عامه آبادې ډزې کړي چي په نتيجه کښې ئي محمد ظهور نومي تن شهيد شويدي
آئي ايس پي آر وائي چي پنجاب رينجرز د هند ځواکونو د ګوله بارې سخت جواب ورکړې او د هغوي چيک پوسټونه ئي په نښه کړيدي
د پاک پوځ ترجمانه اداره زياتوي چي د پنجاب رينجرز جوابي کارروائې وروستو د هند پوځ ګوله باري بنده شويده
د يادونې ووړ ده چي د هند پوځ پرله پسې په ورکنګ باونډرې او لائن آف کنټرول د ډزې بندې معاهدې خلاف ورزي کوي چي پکښې ګنړ شمير کسان شهيد او ژوبل شويدي

حصہ