سعودى عرب نه د حاجيانو ملک ته واپسۍ عمل جارى دے

0
14

سعودى عرب نه د حاجيانو ملک ته واپسۍ عمل جارى دے او تر دې دمه نهـ ويشت زرو نه سيوا کسان رارسيدلى دى بلخوا سعودى حکومت پاکستانى حاجيانو ته سهولتونه نه ورکولو په حواله د مذهبى امورو وزارت تورونه مستردکړى دى
د مذهبى امورو وزارت لخوا جارى شوى بيان ترمخه د يوسل اووه څلويښت پروازونو د لارې نهـ ويشت زرو نه سيوا حاجيان ملک ته واپس راغلى دى
دغه رنګ اته زره اووه سوؤ نه سيوا حاجيان مدينې منورې ته رسولې شوى دى
بيان کښې زياته کړې شوېده چې اوسه پورې يوسل پنځلس حاجيان په حق رسيدلى دى څوک چې جنت البقيع او جنت المعلى کښې خاورو ته سپارلى شوى دى
بلخوا اسلام آباد کښې دسعودى عرب سفارتخانے لخوا جارى شوى بيان کښې د مذهبى امورو وزير سرداريوسف لخوا پاکستانى حاجيانو ته رامخې ته شوى مشکلات او دوى ته سهولتونه نه ورکولو تورونه مسترد کړې شوى دى
بيان ترمخه پاکستان د خپلې مرضې مطابق د سعودى عرب کمپنو سره معاهدې کړې وے اودغې معاهدو مطابق حاجيانو ته سهولتونه ورکړى شوى دى چې ورسره د سعودى حکومت هيڅ تعلق نشته

حصہ