پيښور ښار کښې د ډينګى تبې لوجې نور څلور کسان په حق رسيدلى دى

0
20
Dengue ward

پيښور ښار کښې د ډينګى تبې لوجې نور څلور کسان په حق رسيدلى دى،د ډينګى لوجې مړه شوى تنانو شميره پنځويشت ته رسيدلے ده،د صوبے په هسپتالونو کښې تر دې دمه درې سوه دوه اتيا مريضان زير علاج دى
د خيبرپښتونخوا ډينګى رسپانس يونټ لخوا جارى شوى رپورټ ترمخه پيښور ښار کښې د ډينګى وائرس لوجې څلور نور مريضان په حق رسيدلى دى،په ټوله صوبه کښې د ډينګى لوجې مړه شوے تنانو شميره پنځويشت ته رسيدلے ده،رپورټ زياتوى چې په تيرو څليريشتو ګهنټو کښې اتلس سوه دوه ديرش تنانو د ډينګى په اړه ټيسټونه شوى وو چې پکښې څلور سوه درې ويشت تنانو کښې د ډينګى وائرس تصديق شويدې،رپورټ کښې دا هم شامل دى چې هسپتالونو کښې يو سل درې ويشت تنان داخل کړې شويدى،چې ورسره د صوبے په هسپتالونو کښې زير علاج مريضانو شميره درې سوه دوه اتيا ته رسيدلے ده
رپورټ څرګنده وى چې پنځه اتيا مريضان د صحت يابې روستو کورونو ته واپس کړے شويدى#
پيښور کښې ډينګى وائرس لوجې څلور تنان مړه،پحق رسيدلى تنانو شميره پنځويشت ته رسيدلى
په هسپتالونو کښې درې سوه دوه اتيا د ډينګى وائرس مريضان زير علاج دى

حصہ