تحريک انصاف قامي اسمبلۍ کښې د نوي اپوزيشن راوستو فېصله کړې

0
13

تحريک انصاف د عبوري نظام نه وړاندي قامي اسمبلۍ کښې نوي اپوزيشن ليډر راوستو فيصله کړېده او سرچيني وائي چې دي لړ کښې ئې د مختلفو سياسي جماعتونو سره رابطے هم شورو کړېدے

ذريعو نه ترلاسه معلوماتو مطابق د تحريک انصاف دريځ دي چې که چرۍ قامي اسمبلۍ کښې موجود مخالفي ډلي د پيپلزپارټۍ خلاف اتحاد اوکړې نو بيا نوي اپوزيشن راتلل ممکن کيديشي
ذريعو زياته کړيده چې تحريک انصاف شاه محمود قريشي اپوزيشن ليډر جوړولو دپاره حمايت غوښتي دے
د ذريعو مطابق تحريک انصاف د ايم کيو ايم پاکستان سره بيک ډور رابطه کړيده ، دا وخت قامي اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي سره اويشت او ايم کيو ايم پاکستان سره دويشت نشستونه دي ، ايم کيو ايم پاکستان تحريک انصاف ته وئيلي دي چې هغوي به په خپلو کښې مشاورت ورستو د نوي اپوزيشن راوستو په حقله فيصله کوي

حصہ