د ملک بعضې سيمو کښې راتلونکي شوا روز کښې د باران امکان

0
6

موسمياتو محکمې راتلونکى شوا روز کښې د خېبر پښتونخوا پشمول د ملک ځينې برخو کښې د تيزو هواګانو او پړق پړوق سره د باران پيشګوئى کړېده

موسمياتو محکمه وائى چې راتلونکى څليريشتو ګينټو کښې
د خېبر پښتونخوا پېښور ، ملاکنډ هزاره ، مردان ډويژن ، کوهاټ ، بنو ، ډى آئى خان کښې باران امکان دے
دې نه علاوه پينډۍ ، اسلام آباد ، ګوجرانواله ، لاهور ، ساهيوال ، ژوب ډويژن ، کشمير او ګلګت بلتستان کښې هم د تيزو هواګانو او ګړز ګړوز سره باران پيشګوئى شوېده
محکمې وائى چې د ملک بعضو علاقو کښې به موسم ګرم وى

حصہ