ملائشيا کښې مدرسه کښې هور لګېدو له وجې پينځۀ ويشت کسان مړۀ شوي

0
10
Police and fire department work at the religious school Darul Quran Ittifaqiyah after a fire broke out in Kuala Lumpur, Malaysia September 14, 2017. REUTERS/A. Ananthalakshmi

ملائشيا کښې د يوې دينى مدرسې بورډنګ هاؤس کښې د اور لګيدو پېښه کښې د دوه استاذانو پشمول پينځويشت طالب علمان وژلے شوى دى

پېښه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې سرښار کوالالمپور کښې د يو اسلامى سکول تحفظ دارالقرآن اتفاقيه په هاسټل کښې سحر وختى اور لګيدو
کوالالمپور کښې د امدادى ادارې يو چارواکى بهر ملکى خبرى ادارې ته وئيلى چې د اور لګيدو دغه پېښه کښې تراوسه د دوه استاذانو او درويشت طالب علمانو د مړينې تصديق شوېدے
پېښه کښې ژوبل شوى يوولس نور طالب علمان اسپتال کښې زير علاج دى
بلخوا د کوالالمپور فائر اينډ ريسکيو محکمې ډائريکټر خيرالدين درحمان ووئيل چې دا ملائشيا کښې تير شلو کالو کښې د اور لګيدو بدترينه پېښه ده او د دې تحقيقات روان دى

حصہ