پنجاب حکومت اردو فيچر فلم نامعلوم افراد ټو بندکړے

0
48

اردو فيچر فلم نامعلوم افراد ټو کوم چي پينځه هفتي وړاندي ريليز شوے وو د پنجاب حکومت د غير مناسب موادو د موجودګي په وجه بندکړے دے ،په سوشل ميډياد فلم په بنديز تود بحث روان دے او په دي فيصله سخت ټکونه شوي دي
نامعلوم افراد نه پس نامعلوم افراد ټو فلم په باکس آفس هټ شوے او د لس کروړه روپو بزنس ئي کړے دے ولي د ريليز کيدو نه پينځه هفتي پس د پنجاب حکومت د غضب ښکار شوے دے
پنجاب حکومت وائي چي فلم کښي نامناسب مواد دي او په دي وجه ئي په نامعلوم افراد ټو بنديز لګولے دے
په سوشل ميډيا د نامعلوم افراد ټو په بنديز سخت ټکونه شوي او په ټوئټير ټاپ ټرينډ کښي شامل شوے دے
د فلم پروډيوسر فضا علي يو بيان کښي ووئيلي چي د پينځو هفتو روسته په فلم بنديز عجيبه خبره ده او واضحه کړي ئي دا چي دا فيصله به چيلنج کوي
ياده دي وي چي نامعلوم افراد ټو کامياب فلم ګرځولے شوے په کوم کښي چي فهد مصطفي ،جاويد شيخ او محسن عباس مرکزي کردارونه ادا کړي دي

حصہ