افغان طالبانو لخوا کال دوه زره دولسم کښې اغوا کړى شوى پنځه بهرملکى وګړى بازياب کړى شوى دى

0
525

د پاک پوځ موثره کاروائى،افغان طالبانو لخوا کال دوه زره دولسم کښې اغوا کړى شوى پنځه بهرملکى وګړى بازياب کړى شوى دى،د پاک پوځ وياند وائى چې دغه کسان پاکستان ته منتقلى په حواله امريکې پاکستان له معلومات ورکړى وو
د پاک پوځ ترجمانى ادارے لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى دى چې پاک پوځ د يوې کاميابۍ کاروائۍ په نتيجه کښې د شرخوښو د ولقې نه پنځه بهرملکى وګړى بازياب کړى دى
بيان ترمخه دغه کسان کال دوه زره دولس کښې افغان طالبانو اغوا کړى وو او هم دغې هيواد کښې ئې ساتلى وو
بيان کښې دا هم وئيلى شوى دى چې د امريکې استخباراتى ادارو پاکستان له معلومات ورکړى وو چې دغه کسان د شورو په ورځ د کرمې ايجنسۍ د لارې پاکستان ته منتقل کړى شوى دى
بيان کښې زياته کړې شوېده چې د امريکنى معلوماتو په بنياد پاک پوځ کامياب آپريشن کړى او دغه ټول کسان ئې په حفاظت سره بازياب کړى دى
بازياب کړى شوى کسانو کښې د کينډا وګړې د هغه امريکنې کورودانه او درې ماشومان شامل دى او دوى خپل ملک ته ليږلى شوى هم دى
ياده دې وى چې افغان طالبانو کال دوه زره شپاړسم په يويشتم دسمبر د دغه اغوا شوى ښځې خاوند ويډيو هم جارى کړې وه

حصہ