د پاکستان او امريکې ترمينځه د وفدونو په سطح اسلام آباد کښې مذاکرات شوى

0
153

د پاکستان او امريکې ترمينځه د وفدونو په سطح اسلام آباد کښې مذاکرات شوى چې پکښې د دواړو هيوادونو تعلقاتواو شريکې دلچسپې معاملو نه علاوه افغانستان په صورتحال خبرې شوى دى،مذاکراتو دوران پاکستانى واکمنو افغان پولې نه د پاکستان خلاف کيدونکى حملوباندې د تشويش اظهار کړې او افغان کشاله ئي د مذاکراتو د لارې هوارولو باندې زور راوړې دے
جنوبى ايشيا لپاره د صدر ټرمپ نائب معاون ليزاکرټس په مشرۍ کښې د امريکې وفد پاکستان په دوره اسلام آباد ته راغلى او خارجه دفتر ودانۍ کښې ئې سيکرټرى خارجه تهمينه جنجوعه سره مذاکرات کړى دى
مذاکراتو کښې د پاکستان او امريکې ترمينځه اړيکو په پراختيا،ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ ،سيمى صورتحال ، افغانستان او جنوبى ايشيا لپاره د امريکې په نوې پاليسۍ د خيالاتو بدلون شوېدے
مذاکراتو دوران سيکرټرى خارجه مقبوضه کشميرکښې روان د هندوستاني فوج ظلمونو او افغانستان د طرف نه په پاکستان د ترهه ګرو حملو کښې سيوا والى معامله پورته کړى او د تشويش اظهار ئې کړېدے
تهمينه جنجوعه د افغانستان په حواله پاکستانى موقف نه امريکنى وفد خبرې کړى او وئيلى ئى دى چې افغان مسئله د مذاکراتو د لارې حل کول پکار دى
د مذاکراتو جارى شوى اعلاميه کښې وئيلى شوى دى چې دواړو فريقينو راتلونکى وخت کښې هم د خبرو اترو عمل جارى ساتلو باندې اتفاق کړېدے
اعلاميې ترمخه مذاکراتو دوران افغانستان کښې د امريکې پاليسۍ په تناظر کښې پاکستان سره تعلقات ساتلو په معامله هم خبرى اترى شوى دى

حصہ