شريف خاندان به اوس برطانيه کښې هم د ناجائزه دولت حساب ورکوى

0
45
Pakistan Tehreek-e-Insaf Chairman Imran Khan

برطانيه کښې فنانس ايکټ دوه زره اوولسم نافذيدو باندې تحريک انصاف چيئرمين عمران خان وئيلى چې شريف خاندان به اوس دغه هيواد کښې هم د ناجائزه دولت حساب ورکوى
د سماجى رابطو په ويب پانړه خپل ټويټ کښې پى ټى آئى چيئرمين اووئيل چې برطانيه کښې کريمنل فنانس ايکټ نافذ شويدې
عمران خان دغه ايکټ نافذيدو باندې دا توقع څرګند کړى چې دې قانون سره به اوس د برطانيې نه بهر ملکونو سياستدانان او بيورکريټس خپلې غير قانونى اثاثې نشى پټولې
عمران خان اووئيل چې دغه قانون وروستو به اوس شريف خاندان برطانيه کښې هم د خپل ناجائزه دولت په اړه برطانوى حکومت ته جواب ورکوى

حصہ