صدر ډونلډ ټرمپ د کينډا د يوخاندان پنځه کسان بازيابې ستائينه کړے

0
40

صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان آرمى د يوې کاميابې کاروائى دوران د کينډا د يوخاندان پنځه کسان بازيابې ستائينه کړے او وئيلى دى چې نړې اوس د امريکې دوباره قدر کوؤل شروع کړيدې، بلخوا د امريکې خارجه وزير ريکس ټيلرسن د مغوى کسانو بازيابې کښې په تعاون د پاکستان شکريه ادا کړے
يوه بهر ملکى خبرى اداره وائى چې صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان آرمى کاروائې کښې د پنځو مغوى کسانو بازيابې ګام ستائينه کړے او وئيلى دې چې يو داسې هيواد چې مخکښې به ئې د امريکې قدر نه کوؤ، اوس ئې د امريکې عزت کوؤل شروع کړيدې
صدر ډونلډ ټرمپ مخکښې وائى چې د مغوى کسانو بازيابې څخه دا ثابته شوه چې اوس نړې هم دوباره د امريکې عزت کوؤل شروع کړيدې
بلخوا د امريکې محکمه خارجه د خارجه وزير ريکس ټيلرسن په حواله وائى چې د مغوى کسانو بازيابې کښې په تعاون د پاکستان او پاک آرمى شکريه ادا کوؤ او داچې دې لړ کښې د سفير ډيوډ هيل او د هغه د ټيم په کردار هم فخر کوؤ

حصہ