نيب دکسټم اهلکارو لخوا په پاک افغان بارډر دغير ملکى سامانونو په اړولو کښې ددروند رشوت اخستو نوټس اخستے

0
55

نيب خيبر پښتون خوا مشرانو دکسټم اهلکارو لخوا په پاک افغان بارډر دغير ملکى سامانونو په اړولو کښې ددروند رشوت اخستو نوټس اخستے او په رشوت کښې ئې دککړو کسټم اهلکارو په ضد تحقيقات شورو کړى دى
دتفصيلاتو ترمخه د دنيب دډائريکټر جنرل په مشرۍ کښې يوه مهمه غونډه شوې غونډه کښې دکسټم مشرانو برخه وخستې وه
غونډې ته دوينا په وخت دنيب ډائريکټر جنرل فاروق ناصر اعوان ووئيل چې پاکستانى مصنوعات دغيرملکى سامانونو په شکل کښې ملک نه ګاونډى هيواد افغانستان ته وړلے شى ولې دې نه قومى خزانې ده هيڅ قسمه ګټه نه ترلاسه کيږى چې ورسره قومى خزانې ته داربونو روپو زيان رسيدلے دے
دغونډې په وخت ډائريکټر جنرل دا هم ووئيل چې نيب دکسټم هغه اهلکارو او حکامو په ضد دتحقيقاتو کولو اغا ز کړے څوک چې پاک افغان تور خم بارډر باندې سامانونو ليږلو دوران خرد برد کښې ککړ دى
هغوئى دا هم وئيلى دى چې دنيب په مرستې سره دې متعلقه حکام قومى خزانې ته زيان رسولو په مخنيوى کښې کوټلى ګامونه پورته کړى او په دې لړ کښې دخيبر پښتون خوا نيب خپلې هلې ځلې هم تندې کړې دى

حصہ