پاکستان په دوره راغلى امريکنى وفد د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمرجاويد باجوه سره ليده کاته کړى

0
118

پاکستان په دوره راغلى امريکنى وفد د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمرجاويد باجوه سره ليده کاته کړى او ورسره ئې افغانستان او سيمې صورتحال په معاملو خبرى کړى دى،آرمى چيف د منطقې امن او استحکام په حواله پاکستانى تحفظاتو نه امريکنى وفد خبر کړېدے
جنوبى ايشيا لپاره د امريکې صدر نائب معاون ليزاکرټس جى ايچ کيو کښې د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمرجاويدباجوه سره ملاقات کړېدے
ملاقات په مهال د شريکې دلچسپې او افغانستان پشمول د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې اترې شوى دى
دغه رنګ جنوبى ايشيا متعلق امريکنى تګ لارې او سيمې امن او استحکام لپاره د پاکستان په کردار هم ملاقات دوران د خيالاتو بدلون شوېدے
آئى ايس پى آر ترمخه آرمى چيف جنرل قمرجاويدباجوه د سيمې سيکيورټۍ متعلق د پاکستان تحفظاتو نه امريکنى وفد خبر کړېدے
د آرمى چيف وينا وه چې پاکستان د مشکلاتو باوجودترهه ګرۍ خلاف روان جنګ کښې مهم کردار لوبولې دے او د هرقسمه رکاوټونو باوجود د سيمې امن لپاره ئې ډير کار کړېدے
جنرل قمرجاويدباجوه زياته کړه چې د پاکستانى اولس د عزم مطابق به امن بحالۍ لپاره د پاک پوځ کردار جارى وى
امريکنى وفد د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د کوششونو ستائينه کړېده
پاکستان لپاره امريکنى سفير ډيوډهيل او ليزاکرټس سره پاکستان په دوره راغلى وفد هم په دې ملاقات کښې موجود وو

 

حصہ