کرپشن ختمولو لپاره به زيرو ټالرنس پاليسى خپلولې شى

0
18
Px09-050 QUETTA: Jun09 – Justice (Retd) Javed Iqbal speaks during a press conference in Quetta. ONLINE PHOTO by Ahmad Kakar

کرپشن ختمولو لپاره به زيرو ټالرنس پاليسى خپلولې شى، د نيب افسرانو کارکردګى به پخپله مانيټرکوم، نه مې چانه ډيکټيشن اخيستې او نه به اخلم، د چيئرمين جاويد اقبال نيب افسرانو ته وينا، وائى چې بدعنوانى ختمولو لپاره دې د نيب افسران ايماندارې ،شفافيت او ميرټ سره کار کوى، دا ئې هم وئيلى چې د ادارې ساکهـ بحالولو لپاره به احتساب سب کا اصول باندې عمل کولې شى
اسلام آباد کښې د قامى احتساب بيورو افسرانو ته خپله وينا کښې د نيب چيئرمين جاويد اقبال اووئيل چې راتلونکى مياشتو کښې به د نيب کارکردګې کښې واضحه بدلون په نظر راځى
هغه اووئيل چې بے ګناه خلاف کاروائې نه دې ډډه اوکړې شى او چې د چا خلاف هم درخواست نيب ته راشى نو قانون مطابق دې کاروائى اوکړې شى
جاويد اقبال مخکښې اووئيل چې چې ټولې انکوائرې او تحقيقات به قانون مطابق په خپل وخت سر ته رسولې شى او عدالتونو کښې به نيب خپل دريز سره د ثبوتونو وړاندې کوى
هغه واضحه کړه چې نه مې چا نه ډکټيشن اخيستې او نه به اخلم او ټول ژوند کښې مې قانون او انصاف مطابق فيصلې کړى

حصہ