رشي کپور د پېښور دورې کولو خواهش ښکاره کړے

0
41

د بالى وډ اکثرو بيشتر سپرسټارز تعلق د پېښور يعنى خېبرپښتونخوا سره دے ، که هغه شاه رخ خان وى او دليپ کمار ، دغه رنګه د کپور فيملى تعلق هم د پېښور سره دے ، د دغې خاندان سپرسټار رشى کپور په خپل ژوندانه د پېښور دوره کولو خواهش څرګند کړے

نامتوادا کار رشى کپور د خپل ټويټ آغاز د سلام نه کړے او د هغې وروستو ئې مطالبه کړى چې د کشمير مسئله دې زر تر زره حل کړې شى
رشى کپور خپل ټويټ کښې وئيلى چې د هندوستان او پاکستان ترمينځه د کشمير دا شخړه د ډيرې مودې راهسې روانه ده ولې څوک ئې هم د حل کيدو کوشش نه کوى
رشى کپور خپل ټويټ کښې دا هم وئيلى چې د کشمير مسئله دې زر حل کړے شى ولې چې د مرګ نه وړاندې پاکستان ته تلل غواړم

حصہ