آرمى چيف جنرل قمر جاويد باجوه د منګله کور دوره کړى

0
29

آرمى چيف جنرل قمر جاويد باجوه د منګله کور دوره کړى او د پاک پوځ ځوانانو تربيتى مشقونو معائنه ئې هم کړى او وئيلى دى چې هر قسم روايتى خطراتو مقابلې لپاره پيشه ورانه تيارى مکمل ده
پاک پوځ شعبه تعلقات عامه نه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې آرمى چيف قمر جاويد باجوه منګله کور دوره کړى او مختلفو مشقونو تفصيلى معائنه ئې کړيده، آرمى چيف په دې موقع پاک پوځ ځوانانو او افسرانو ته خطاب کښې اووئيل چې دفاع پاکستان لپاره ضرور‌ى ده چې ټولے رياستى ادارے د ملک په مفاد کښې په ګډه خپل کار کوى او هر قسم روايتى خطراتو لپاره پاک پوځ پيشه ورانه تيارى مکمل دې او يو لوئى مودې وروستو دې ټولو چيلنجونو باندې قابو موندلې شويده
آرمى چيف زياته کړه چې قائداعظم وئيلى وو چې يو طاقت هم پاکستان نشى ختمولې او انشاء الله پاکستان به ډير زر اقوام عالم کښې صفحه اول کښې شامل شى او ترقې لپاره صرف او صرف مضبوط عزم او متحد کيدو ضرورت دې
په دې موقع آرمى چيف پاک پوځ ځوانانو کارکردګۍ ستائينه هم اوکړه

حصہ