خيبرپښتونخوا کښې بهرتى شوى نوى ټى ايم اووز ته تنخواګانې تيرو څلور مياشتو راهسې ندى ورکړې شوى

0
13

د خيبرپښتونخوا مختلفو هسپتالونو کښې بهرتى شوى نوى ټى ايم اووز ته تنخواګانې تيرو څلور مياشتو راهسې ندى ورکړې شوى ، صوبائى حکومت د ايم اووز ايکټ په وجه نه ورکولو مواقف
خيبرپښتونخوا کښې وجوده حکومت د جولائى په مياشت کښې صوبې په کچ شپيته سوه نه سيوا نوى ټى ايم اووز د پى جى ايم آئى قوانين مطابق انډکټ کړى وو، ولې څلور مياشتې تيريدو باوجود بهرتى شوى ډاکټرانو ته نه تنخواګانې ورکړې شوې او نه نور مراعات ، دستاويزات ترمخه پى جى ايم آئى قوانين مطابق نوى بهرتى شوى ډاکټرانو تنخواګانې د اولنې ورځ نه شروع کړې شوې،بلخوا صوبائى حکومت د ايم اووز ايکټ په وجه صرف د نوى بهرتى شوى ډاکټرانو تنخواګانې بند کړى دى، خو ايم اووز ايکټ به په ټولو ډاکټرانو لاګو کولې شى، ينګ ډاکټرز ايسوسى ايشن صوبائى حکومت نه نوى ټى ايم اووز تنخواګانو مسئله زر تر زره حوارولو مطالبه کړيده، که چرې صوبائى حکومت دغه مسئله حل نکړه نو هغوئى به د نوى ډاکټرانو ملاتړ لپاره خپلو ډيوټيانو نه بائيکاټ او مکمل احتجاج شروع کړى
ياده دې وى چې ينګ ډاکټرز ايسوسى ايشن د نوى ټى ايم اووز تنخواګانو بنديز په لړ کښې ايچ ايم سى هسپتال کښې احتجاجى پريس کانفرنس فيصله کړيده

حصہ