هندوستان سيمه کښې عدم استحکام او لاقانونيت پيدا کول غواړى

0
9

چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ جنرل زبيرمحمودحيات وئيلى دى چې هندوستان سيمه کښې عدم استحکام او لاقانونيت پيدا کول غواړى او سى پيک د سبوتاژ کولو لپاره ئې پنځوس کروړه ډالرې مختص کړى دى،خو پاکستان هم د خپلې دفاع نه غافله نه دے موجوده صورتحال کښې به کم نه کم ايټمى صلاحيت برقرار ساتو
اسلام آباد کښې سيمنار ته وينا په وخت جنرل زبيرمحمودحيات وئيلى دى چې نوى دلى انتظاميې د پاکستان خلاف روايتى جنګ جارى ساتلى دے کوم چې څه وخت هم لوئى جنګ کښې بدليدې هم شى
د هغه وينا وه چې هندوستان نه صرف بلوچستان کښې ترهه ګرۍ ته وده ورکوى بلکې په کنټرول لائن ئې د ډز بندۍ معاهدو خلاف ورزۍ هم سيوا کړى دى
چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف دا هم ووئيل چې پاکستان به د موجوده صورتحال په تناظر کښې کم نه کم ايټمى صلاحيت برقرارساتى او دا چې ترڅو د کشمير مسئله حل شوى نه وى سيمه کښې امن هم نه شى راتلے
جنرل زبيرمحمود زياته کړه چې افغانستان د جنوبى او وسطى ايشيا ترمينځه مهمه سيمه ده،د دغې هيواد خراب امنيتى صورتحال له وجې پاکستان لوئې قيمت ادا کوى بلکې د سيمې استحکام هم د خطرې سره مخ دے

حصہ