پاکستان په باجوړ ايجنسۍ کښې د افغانستان لخوا د شرخوښو په حمله افغان دولت ته احتجاج کړى

0
53

پاکستان په باجوړ ايجنسۍ کښې د افغانستان لخوا د شرخوښو په حمله افغان دولت ته احتجاج کړى او اسلام آباد کښې ميشته افغان ناظم الامور ئې خارجه دفتر ته رابللې وو
د خارجه دفتر وياند لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې اسلام آباد کښې ميشته د افغانستان ناظم الامور د خارجه دفتر ودانې ته رابللې شوى وو
بيان ترمخه ډى جى افغان ډسک منصوراحمدخان لخواافغان ناظم الامور ته مراسله ورکړى شوى چې پکښې باجوړ ايجنسۍ کښې د ګل په ورځ د پولې هغې اړخ نه د شرخوښو په حمله احتجاج شوېدے
مراسله کښې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليدو باندې کابل انتظاميې نه جواب غوښتې شوېدے
مراسله کښې زياته کړې شوېده چې د افغانستان لخوا شرخوښو حملې له وجې کيپټن جنيدحفيظ او سپاهى رحم سيد شهيدان شوى دى او افغان دولت نه مطالبه شوى چې خپله خاوره د پاکستان خلاف استعماليدو مخ نيوې دى وکړى

حصہ