کندهارکښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو حمله کښې دويشت پوليس اهلکار په حق رسيدلى

0
40

د افغانستان کندهارولايت کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو حمله کښې دويشت پوليس اهلکار په حق رسيدلى او جوابى کاروائۍ په مهال پنځه څلويښت جنګيالى وژلى شوى دى
د کندهار د پوليسو وياند ضياء درانى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې ګڼ شمير طالبانو په ميونداولسوالۍ کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو حملې کړى چې په نتيجه کښې دويشت پوليس اهلکار مړه او پنځلس ژوبل شوى دى
د هغه وينا وه چې وسله والو د سيکيورټى چيک پوسټونو باندې قبضې کوشش کولو کوم چې ناکامه کړې شوېدى او جوابى کاروايۍ په مهال پنځه څلويښت طالبان وژلى شوى دى
د يوې بلې اطلاع ترمخه فراه ولايت کښې هم د امنيتى اهلکارو او طالبانو ترمينځه نښته شوى چې پکښې اته سيکيورټى اهلکار او درې ملکى وګړى په حق رسيدلى او شل وسله وال وژلى شوى دى

حصہ