داسحاق ډار د علالت په وجه د خزاني وزارت قلمدان وزيراعظم سنبهال کړے

0
17

د خزاني وزير اسحاق ډار داستعفے په حقله متضاد اطلاعاتو ورستو وزيراعظم هاؤس نه وضاحتي بيان جاري شويدي، ترجمان مصدق ملک وئيلي دي چې د قانون مطابق د اسحاق ډار د علالت په وجه د خزاني وزارت قلمدان د وړاندي نه وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سنبهال کړے او وزيراعظم ډير په احسن طريقے سره د وزارت ټول امور چلوي
د وزير خزانه اسحاق ډار د مستعفي کيدو متضاد خبرونو په معامله د وزيراعظم هاؤس نه جاري شوي وضاحتي بيان کښې ترجمان مصدق ملک وئيلي دي چې د اسحاق ډار د علالت په وجه دغۀ قلمدان نه وړاندي نه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره دي
ترجمان زياته کړيده چې وزيراعظم د خزاني وزارت په حقله معامله ډير احسن طريقے سره چلوي او په ټولو معاملو باقاعدګۍ سره بريفنګ اخلي
ترجمان مصدق ملک وئيلي دي چې د عدالتي احکاماتو په رڼا کښې د اسحاق ډار نوم په اي سي ايل کښې اچولو معاملے جاج اخيستلې کيږې ، وزيرانو باندي الزامونه لګي ، که داسي سلسله شورو شوه نو بيا خو به د کابيني د ټولو غړو نومونه په اي سي ايل کښې واچولې شي
واضحه دي وي چې د وزير خزاني اسحاق ډار خلاف احتساب عدالت کښې د امدن نه سيوا اثاثو په حواله ريفرنس زير سماعت دي چې پکښې فرد جرم لګولې شوي ، عدالت کښې د مسلسل غير حاضرۍ په وجه د هغه ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړې شويدي ، نيب چارواکو د اسحاق ډار نوم اي سي ايل کښې اچولو دپاره داخله وزارت ته خط ليکلي دي

حصہ