هندوستان د کلبهوشن ياديو کورودانۍ سره ملاقات په حواله د پاکستان د وړانديز جواب ورکړى

0
25
پاکستان به نن د کلبهوشن په معامله نړي وال عدالت کښې جواب جمع کوي

هندوستان د کلبهوشن ياديو کورودانۍ سره ملاقات په حواله د پاکستان د وړانديز جواب ورکړى چې پکښې وئيلى شوى چې کلبهوشن سره وړومبې د هغه د مور ملاقات کول پکار دى
د خارجه دفتر لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې کلبهوشن ياديو کورودانې سره د ملاقات وړانديز په حواله د هندوستان د واکمنو جواب ترلاسه شوېدے
په جواب کښې موقف خپل شوېدے چې کلبهوشن سره د کورودانۍ ملاقات نه مخکښې هغه له مور سره د ملاويدو اجازت ورکول پکار دى
په جواب کښې دا هم وئيلى شوى دى چې د کلبهوشن کورودانې يواځې پاکستان ته سفرنه شى کولى او د هغه د مور د پاکستان ويزے درخواست هم زيرالتوا دے بائدچې په انسانى بنيادونو دغه ويزه جارى کړې شى
ياده دې وى چې پاکستان لخوا کلبهوشن سره د هغه د کورودانې ملاقات وړانديز د روانې مياشتې په لسمه نيټه شوې وو

حصہ