پيښور کښې سرچ اپريشن په نتيجه کښې شکمنه وسله وال نيولى شوي

0
24

پيښور ښار کښې امنيت وضع ټينګ ساتلو لپاره قانون نافذ کوونکو ادارو په لوئى کچ سرچ اپريشن کړى چې په نتيجه کښې ئې جرائم پيشه تنانو په شمول شکمنه وسله وال هم نيولى دکومو ولقى څخه وسله او نشه ايز مواد هم تر لاسه کړې شويدى
تفصيلاتو تر مخه پيښور ښار پوليسو مشر ايس پى سټى شيراز کوکب په هداياتو کوتوالى ،هشتنغرى،ګلبهار ،خان رازق ،پهندو ،شاه قبول او بالا ماړۍ سيمه کښې پوليسو او استخباراتى ادارو په شريکه په لوئى کچ سرچ اپرشن کړيدى اپريشن کښې مختلف عدالتونو نه په مختلف کيسونو کښې شوى اشتهارى ملزمان او جرائم پيشه تنانو په شمول پنځه اويا شکمنه وسله وال نيولى شويدى دکومو نه چې اپريشن دوران وسله او نشه ايز مواد هم ترلاسه کړى شويدى نيولى شوى تنانو خلاف مختلف دفعاتو لاندى مقدمات درج او پلټنى پيل کړى شويدى ايس ايس پى سټى شهزاد کوکب مطابق چې پيښور ښار کښې په لوئى کچ اپريشن کولو مقصد نه يواځى د عام اولس ځان ومال ته تحفظ ورکول دى بلکه جرائم پيشه تنان دقانون په ګرفت کښې راوستل دى.

حصہ