چيئرمين نيب د پنجاب حکومت شپږ پنځوس کمپنيانو کښې د کرپشن تحقيقات حکم ورکړي

0
13
کرپشن د ملک بنيادونه کمزورې کوي: نېب چئېرمېن جاوېد اقبال

د قامي احتساب چيئرمين د پنجاب حکومت شپږ پنځوس کمپنيانو کښې د اربونو روپو کرپشن تحقيقات کولو حکم ورکړيدے، جسټس ر جاويد اقبال مطابق پبلک ليمټډ کمپنيانو کښې بدعنوانۍ، د وسائلو بے دريغه استمال ، د خپلي خوخي بهرتيانو پشمول ځيني نور شکاياتونه ترلاسه کيدو ورستو دغه حکم ورکړې شويدي
چيئرمين نيب جسټس ريټائرډ جاويد اقبال د پنجاب حکومت شپږپنځوس پبلک لميټډ کمپنيانو کښې د بدعنوانۍ او د من پسند بهرتيانو په حقله د شکاياتونو نوټس اخيستي دي
چيئرمين نيب نوټس اخيستو سمدستي ورستو د لاهور ډائريکټر جنرل نيب ته د متعلقه کمپنيانو د معاملاتو انکوائري کولو حکم ورکړېدي، جسټس ريټائرډ جاويد اقبال هدايت جاري کړېدي چې د نيب د انکوائرۍ په وجه د يوه کمپني په د کار کولو نه مني نکړې شي او تر هغي دي ورته د کار کولو اجازت ورکړې شي چې ترڅو د هغوي خلاف ثبوتونه نه وي ميلاؤ شوے
چيئرمين نيب د هدايت جاري کړې چې په دي سلسله کښې دي قانوني تقاضے په نظر کښې اوساتلې شي
واضحه دي وي چې د پنجاب حکومت کمپنيانو کښې د اتيا اربه روپو ميګا کرپشن خلاف دائر درخواست باندي لاهور هائيکورټ کښې سماعت هم جاري دي، عدالت په دي سلسله کښې د ټولو کمپنيانو سربراهانو او فريقين ته نوټس جاري کولو سره سم د پنجاب حکومت نه وضاحت هم غوښتي دے

حصہ