جلال آباد ښار کښې ځانمرګى بريد په نتيجه کښې اته ملکى وګړى په حق رسيدلى

0
118

د افغانستان په جلال آباد ښار کښې ځانمرګى بريد په نتيجه کښې اته ملکى وګړى په حق رسيدلى او پنځلس ژوبل شوى دى
د ننګرهارد والى وياندعطاء الله خوګيانى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې جلال آباد ښار کښې د پخوانى ضلعى پوليسو مشرشيخ اکرم کور مخې ته ځانمرګى بريد شوېدے
د هغه وينا وه چې چاودنې له وجې اته کسان په حق رسيدلى او پنځلس نور ژوبل شوى دى
عطاء الله زياته کړه چې دا چاودنه هغه مهال شوى کله چې ګڼ شمير خلق د شيخ اکرم په حق کښې د مظاهرې لپاره د هغه د کور نه بهرراجمع شوى وو
ياده دې وى چې شيخ اکرم د دره نور اولسوالۍ پوليسومشر وو او څو وړځې هغه د خپلې عهدې نه لرې کړې شوې وو چې په ضد ئې مقامى خلقو په احتجاجى مظاهرو لاس پورې کړېدے

حصہ