د عالمزيب خان په مړينه افغان صدر اشرف غني د خواګۍ اظهار کړے

0
120
Afghan President Ashraf Ghani

د پاک افغان پيپلز فورم چيئرمين عالمزيب خان په مړينه افغان صدر ډاکټر اشرف غني د خواګۍ اظهار کړے او د مرحوم مړينه ئې د لر او بر پښتنو لپاره نقصان ګرزولے، ښاغلي اشرف غني د پاک افغان اولس لپاره د مرحوم بې لوثه خدماتو ستائنه هم کړېده
د افغانستان صدارتي ماڼۍ نه جاري شوي بيانيه کښې افغان صدر ډاکټر اشرف غني وئيلي چې د عالمزيب مرګ د لر او بر پښتنو لپاره يوه لويه سانحه ده او دا چې د مرحوم کمے به چرې هم پوره نشي
ښاغلي اشرف غني وئيلي چې مرحوم عالمزيب خان ځوانۍ راهسې د خپل اولس د بيدارۍ لپاره بې لوثه کلتوري ، سياسي او ادبي خدمات ترسره کړي او د پولې دواړه اړخه ئې د کرکې او نفرت ديوالونه نړولي
تعزيتي پيغام کښې افغان صدر د عالمزيب خان فکر او هڅې د پښتون قام د يو والي لپاره ګټورې ګرزولي او اولس ته ئې پيغام ورکړے چې د هغه فکر دې مخ په وړاندې بوځي
په آخره کښې ډاکټر اشرف غني د اروښاد مړينه د پاکستان او افغانستان قام لپاره يو لوئې نقصان ګرزولے او د هغه کورنۍ او خپل خپلوانو ته ئې د مرحوم په مړينه د صبر تلقين هم کړيدے

حصہ