د جنرل جان نکلسن له خوا يو ځل بيا پاکستان نه د ډو مور مطالبه

0
82

افغانستان کښې د امريکې کمانډر جنرل نکلسن پاکستان نه يو وارې بيا ډومور مطالبه کړيده، وئې چې پاکستان دے د افغان فورسز باندې حملے کوونکو د ترهګرو محفوظ ټهکانے خاتمے کړې

امريکې کمانډر جنرل نکلسن يو وارې بيا په پاکستان دباؤ اچولې دے، افغان ميډيا ترمخه جنرل نکلسن کابل کښې ميډيا ته بريفنګ ورکولو دوران اوئيل چې د صدر ټرمپ سخت دريز باوجود پاکستان رويے کښې بدلون نه دے راغلې
هغه اوئيل چې غواړو چې پاکستان دے د پوله بل اړخته ترهګرو محفوظ ټهکانو خلاف کارروائې اوکړي
جنرل نکلسن زياته کړه چې مونږ پاکستان ته صافه وئيلې دې چې ترهګرې خلاف امريکا پاکستان سره په شريکه چليدل غواړې

حصہ