ننګرهارکښې داعش وسله والو او طالبانو ترمينځه نښتې کښې څلورطالبان وژلى شوى

0
80
طالبان

د افغانستان په ننګرهارولايت کښې داعش وسله والو او طالبانو ترمينځه نښتې په مهال شپږ جنګيالى او الينګار اولسوالۍ کښې د امنيتى اهلکارو کاروائۍ دوران څلورطالبان وژلى شوى دى بلخوا کابل زندان کښې د اغوا برائے تاوان په جرم کښې ککړ پنځه تنه پهانسى کړى شوى دى
د ننګرهارملى اُردو دفترلخوا جارى شوى بيان له مخې خوګيانو اولسوالۍ کښې د طالبانو او داعش ډلې جنګيالو ترمينځه نښته شوېده
بيان کښې زياته شوى چې دې نښتو په مهال د داعش ډلې شپږ جنګيالى وژلى شوى او دولس ژوبل شوى دى
د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد هم د دې نښتې تصديق کړى او وئيلې ئې دى چې جهګړا کښې د دوى اته جنګيالى ژوبل شوى دى
بلخوا امنيتى اهلکارو هم د دې ولايت په الينګار اولسوالۍ کښې د طالبانو په ضد عمليات کړى او د يو کمانډر په ګډون ئې څلور جنګيالى وژلى دى
د يوې بلې اطلاع ترمخه کابل زندان کښې د اغوا برائے تاوان په جرم کښې ککړ پنځه کسان پهانسى کړې شوى دى
د افغانستان جيل خانه جاتومحکمې پريس سيکرټرى عبادالله کريمى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې پهانسى کړى شوى کسانو کښې د هرات ولايتى شورا پخوانى غړے حاجى عسکر هم شامل دے

حصہ