ننګرهار کښې بمى چاودنو کښې درې سيکيورټى اهلکار مړه شوى

0
47

د افغانستان ننګرهارولايت په جلال آباد ښار کښې پرله پسې درې بمى چاودنى شوى چې په نتيجه کښې د استخباراتى ادارے يو افسرپه ګډون درې سيکيورټى اهلکار مړه او لس ژوبل شوىدى
د ننګرهار د والې وياند عطاء الله خوګيانى لخوا جارى شوى بيان ترمخه سلطان زئي مارکيټ سره نزدې يوه رکشه کښې بمى چاودنه اوشو او چې کله سيکيورټى اهلکار متاثره ځائې ته ورغلل نو دوه نورې چاودنې وشوے
بيان کښې زياته کړې شوېده چې چاودنو لوجے دوه سيکيورټى اهلکار مړه او شپږ ژوبل شوىدى
ولى افغان خبرى ادارې وائى چې چاودنو لوجے د استخباراتى ادارے يو افسر په ګډون درې اهلکار مړه او اووه اهلکارو په ګډون لس تنه ژوبل شوىدى

حصہ