افغان صدر برقعې په هکله خپل بيان باندې زنانوو نه معافي غوښتې

0
77
Afghan President Ashraf Ghani

افغان صدر ډاکټر اشرف غني د برقعے په حقله خپل متنازع بيان باندي د زنانو نه معافي غوښتي ده، صدارتي مانړۍ نه جاري شوي بيان مطابق اولسمشر ډاکټر اشرف غني د زنانو د حقونو مرستيالانو کښې شامل دي او خپله څوکے سنبهالولو ورستو ئې ملک کښې د زنانو پوزيشن مستحکم کولو دپاره ډير غوره اقدامات اوچت کړې دي

په ډاګه دي وي چې افغان صدر ډاکټر اشرف غني د حکومتي اهلکارو د دولت اسلاميه ترهګرو سره اړيکو په بابله سوال په ځواب کښې وئيلي وو چې کومو خلقو سره دي لړ کښې شواهد موجود وي نو وړاندي دي کړې ګيني د زنانو پشان دي برقعه واچوي
خلقو دهغه په دي بيان د سختي غصے اظهار کړې وو او دا ئي جنسي تعصب ګرځولې وو
د دغي ورستو افغان صدر وئيلي دي چې هغه د هغۀ زنانو نه معافي غواړې چې په دا زما دغۀ بيان بد لګيدلې وو او زياته کړېده چې د هغه بيان په ډير غلط انداز کښې پيش کړې شوے وو
د افغانستان صدارتي مانړۍ نه جاري شوي بيان مطابق اولسمشر ډاکټر اشرف غني د زنانو د حقونو مرستيالانو کښې شامل دي ، او د صدارت څوکے سنبهالولو ورستو ئې ملک کښې د زنانو پوزيشن مستحکم کولو دپاره ډير غوره اقدامات اوچت کړې دي

حصہ